امنیت

دوه تنه وسله وال مخالف قوماندان په هرات ولايت کې دسولې له بهيرسره يوځاى شو.

کابل باختردسلواغې دمياشتې ٣٠ :

دوه تنه وسله وال مخالف قوماندانان له اتلسو تنو افراداو اووسلوسره په هرات ولايت کې دسولې له بهيرسره  يوځاى شول.

دباختراطلاعاتي اژانس دخبرله مخې : دهرات والي ډاکتر داودشاه صبا په يوي خبري غونډه کې وويل دغو دوو ډلو پخوا دهرات په شمال په خاصه توګه ددغه ولايت درباط سنګي په ولسوالۍ کې  فعاليت کاوه.

ده وويل  ددغو دوو ډلو په پيوستون سره به چې شل تنه وسله وال کسان پکې دي درباط سنګي ولسوالۍ او دشا وخوا سيمو امنيت تريوې اندازي پوري ښه والې ومومي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته