امنیت

دوه تنه په نيمروز کې د وژنې په تور ونيول شول

کابل /د لړم ١٢مه /باختر
په نيمروز ولايت کې دوه تنه د يو ديني عالم د وژنې په تور نن ونيول شول.
د نيمروز د امنيې قوماندانۍ له جنايي جرمونوسره د مبارزې مديريت يوخبرځاى باختر اژانس ته وويل چې دغه دوه تنه د مولوي محمد هاشم په وژلو کې د ګډون په تور د نيمروز په مرکزکې له جنايي جرمونوسره د مبارزي مديريت د منسوبينوله خوا ونيول شول.
هغه وويل چې له دغو کسانوڅخه پوښتنې دوام لري.
ج-ا

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته