کابل – باختر د وږي دمياشتې ٩
د ٢٠٥ اتل قول اردو د قوماندانۍ مطبوعاتي دفتر باختر آژانس ته خبر ورکړ:
د ملي اردو ځواکونو د زابل ولايت د شملزو، شاجوى او ارغنداب د ولسواليو او د دغه ولايت د مرکز قلات په مربوطاتوکې محاربوي عمليات ترسره کړل چې له امله يې دوه تنه ډار اچوونکي له وسلو سره يې امنيتي ځواکونو ته تسليم شول او دغه راز دولس ډول ډول ماينونه کشف او شنډ کړى شول.