خبرونهامنیت

دوه داعشيان ووژل شول اوشپږ نورتپيان شول

کابل / د وري١٣مه / باختر

په ننګرهار کې په يوه  نښته کې ٢ داعشيان ووژل شول او٦ شپږ نور ټپيان شول.

د دې نښتې په پاى کې امنيتي ځواکونه د طالبانو په ډله کې دغړيتوب په شک د شپږو تنو نورو په نيولو بريالي شول.

دغه نښته تيره شپه په کامې ولسوالۍ هغه  وخت وشوه چې د ملي امنيت ځانګړو ځواکونو د داعش ډلې پر يو پټنحي بريد وکړ.

د ننګرهار د ملي امنيت يوې سرچېنې باخترآژانس ته وويل  دغو داعشيانو په ښارکې  د يو لړ هدفي  وژنو په موخه تيارى نيوه، چې پرې بريد وشو.

دغه داعشيان په جلا ل آباد ښار او د دغه ختيځ ولايت په يو شمير ولسواليو ګې پريو شمير هدفي وژنو  تورن دي.

د داعش ډلې تراوسه پورې په دې اړه څه نه دي ويلي.

پاى \ ذ

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته