امنیت

دوه ديرش تنه وسله وال مخالفين وژل شوي او وسلې او مهمات ترلاسه شوي دي

لښکر ګاهباختر دسلواغى ٢٥ مــــــــــــه

په هلمند ولايت کې د ٢١٥ ميوند قول اردو مطبو عا تي دفتر د يوې اعلا ميې په خپرولو سره ددغه ولايت په مر بو طاتو کې د تيرې اوونۍ په بهير کې دعمليا تو په ترڅ کې ددوه ديرشو تنو وسله والو مخالفينو د وژل کيدو خبر ورکړ :

په اعلا ميه کې ويل شوي دي چې دغه عمليات د ميوند قول اردو دځوا کو نو له خوا د مارجي ،کجکى ، سنګين او ګرشک په ولسواليو کې دوام درلود چې له ا مله يې په کجکې ولسوالى کې د کو ما ندو د عمليا تو په بهير کې دولس تنه وسله وال مخالفين ووژل اود هيرو ئينو د  تو ليد دوه فا بريکى هم له منځه يوړي

په اعلا ميه کې دغه را ز ويل شوي دي چې په د غو عمليا تو کې ٣٩٠ کيلو ګرا مه اپين ، ١٤٩ کيلو ګرا مه تيزا ب و ٤٥ کيلو ګرا مه چرس ، اويا کيلو ګرا مه تو کى چې د هيرو ئينو په برا برولو کى کارول کيږي او يوه ا ندا زه جنګې وسايل ترلاسه شول.

 په دى اعلا ميه کې دغه را ز ويل شوي دي چې دسنګين په ولسوالۍ کې د عمليا تو په وخت کې شل تنه وسله وال مخالفين ووژل شول او لس تنه يې ټپيان شول او د نشه يي توکو تو ليد يوه فا بريکه هم له منځه وړل شوې ده

دغه را ز ويل شوي دى چې په دغو عمليا تو کې د ملى اردو ځوا کو نو ته زيان نه دى او شتې

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته