امنیت

دوه ديرش تنه ډاراچوونکي ووژل شول

کابل باختر دزمري د مياشتې ١٢ :
د هېواد په شمال ختيځ زون کې پرون دامنيتي ځواکونو په  هوايي  بريدونو کې   دوه ديرش تنه وسله وال  ډاراچوونکي  ووژل شول  او ددوى دوه ميله وسلې ويجاړې شوې.
دملي دفاع وزارت  مطبوعاتي دفتر باخترآژانس ته خبر ورکړ :
د جوزجان ولايت  په  قوش تيپه ولسوالۍ کې دامنيتي اودفاعي ځواکونو په هوايي بريدونو کې د خلکو  ١٨ تنه دښمنان ووژل شول او ٢٣ تنه نور  ټپيان شول  او ددښمن  يوه داشکه او يوه پيکا  له منځه تللي دي.
دغه راز  د فارياب ولايت دکوهستان ولسوالۍ  په لولاش سيمه کې  ددولت له وسله والو مخالفينوسره  د هېواد دامنيتي او دفاعي  ځواکونو  په نښتو کې  درې تنه  ډار اچوونکي ووژل شول او دوه تنه نور ټپيان شول.
دغه راز دبلخ ولايت په چمتال ولسوالۍ کې  د نويد _٨ په نامه په ګډو  چاڼيزو عملياتو کې  دوسله والو طالبانو ديوه سرګروپ ملانصرالله حجران په ګډون   ٥ تنه ووژل شول  او د مسجد سفيد، توخي ، بارګاه افغانيه ، جوى شور ، سالارتپه ، بيست پيکال ، شش پيکال ، ملاايماق ،  ملارحيم ناصري ها، خداى رحم ، خدرخيلو کلي او څو نور لوى او واړه کلي دبلخ ولايت په چمتال ولسوالۍکې  دچاڼيزو عملياتو په بهيرکي وپلټول شول .
په همدې حال کې د بدخشان ولايت د شهيدانو ولسوالۍ  په  زرديو سيمه کې  له ډار اچوونکو سره د هېواد دملي او دفاعي  ځواکونو په نښتو کې  درې تنه ډار اچوونکي ووژل شول  او  شپږ تنه نور ټپيان شول .
دکشفي اواستخباراتي رپوټونو له مخې  د طالبانو دډلې  يو غړى  رحمت الله  چې په تروريستي پيښو او چاودنو کې يې اساسي رول لوباوه  د شخصي دښمنيو له امله   دبدخشان  ولايت په  تګاب ولســـوالۍ کې د  طالبانو  د  يوه قوماندان محمد حسن  سره تر توقيف لاندې و  ، نوموړى دجيل ديوه  ساتوونکي دوسلې په اخيستلو سره  يې  د محمدحسن  په ګډون  ٥ تنه ډاراچوونکي   ووژل   او اوس ددغې ولسوالۍ غرونو ته تښتيدلى دى  چې دطالبانو  ترڅارنې  لاندې دى.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته