خبرونهاقتصاد

دوه دېرش میلیونه ډالر کابل ته راورسېدل

 کابل / د وري ۲۲ مه / باختر

د افغانستان بانک په یوه خبرپاڼه کې، کابل ته د ۳۲ میلیونو امریکايي ډالرو بشري مرستو د را رسېدو خبر ورکړی دی.

د باختر آژانس د خبر له مخې؛ په خبرپاڼه کې ویل شوي دي چې افغانستان ته د بشري مرستو په لړ کې، نن ۳۲ میلیونه امریکايي ډالره نغده مرسته کابل ته راورسېده.

د افغانستان بانک، د نړیوالې ټولنې د بشري مرستو قدرداني کړې او د زیاتو همکاریو غوښتنه یې کړې ده.

په همدې حال کې، دغه بانک له نړیوالې ټولنې او مرستندویو هېوادونو غوښتي دي چې په نورو بانکي او مالي برخو کې هم له افغانستان سره مرسته او همکاري وکړي.

د یادونې وړ ده چې افغانستان ته د بشري مرستو له پیله، دا ۲۳مه کمکي بسته ده چې په نغدي ډول کابل ته رارسېږي او د افغانستان نړیوال بانک (AIB) ته سپارل کېږي.

دوه ورځې وړاندې هم له افغانستان سره د بشري مرستو په لړ کې، ۳۲ میلیونه ډالره د افغانستان نړیوال بانک (AIB) ته لېږدول شوي وو.

وهاج

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته