خبرونهاقتصاد

دوه دېرش مېلیونه امریکايي ډالر افغانستان ته راورسېدل

 کابل / د کب۲۹ مه / باختر

د افغانستان بانک په یوه خبرپاڼه کې کابل ته د ۳۲ میلیونو امریکايي ډالرو د بشردوستانه مرستو د را رسېدو خبر ورکړی دی.

د باخترآژانس د خبرله مخې، په خبرپاڼه کې ویل شوي: افغانستان ته د بشردوستانه مرستو په بهیر کې نن ۳۲ میلیونه امریکايي ډالره کابل ته راورسېدل.

د افغانستان بانک له نړیوالې ټولنې د بشردوستانه مرستو قدرداني کړې او د زیاتو همکاریو غوښتنه یې کړې ده.

دغه بانک له مرستندویو هېوادونو غوښتي چې د بانکي آسانتیاوو  په برخه کې هم له افغانستان سره همکاري وکړي.

ع

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته