ټولنه

دوه سوه پنځوسو کورنيو د ملي پيوستون د پروګرام له دووپروژو څخه ګټه واخسته

کابل – باختر د ليندۍ دمياشتې ١٦
دملي پيوستون د پروګرام دوه پروژې نن په غور ولايت کې ګټې اخستنې ته وسپارل شوې.
د غور ولايت دکليو دبياجوړولو او پراختيا رييس انجنير تاج محمد زلال دباختر آژانس خبريال ته وويل: په دغو پروژوکې د يو اته ټولګيز ښوونځي د ودانۍ او د اوبو د يو بند جوړول شته چې د کليو د بياجوړولو او پراختيا وزارت له پرمختيايي پروګرام څخه بشپړې او ګټې اخستنې ته سپارلې شوې دي .
د زلال د څرګندونو له مخې: د نجونو د ښوونځي ودانۍ چې د يونيسف د ادارې په مرسته د يوولسو مليونو اته سوه زرو افغانيو په لګښت جوړه شوې ده؛ د انګړ د ديوال، د څښاک د اوبو د څاه او د ورزشي ډګر په ګډون اته درسي او څلور اداري خونې لري چې په دوو ټايمونوکې د زرو تنو زده کوونکو ستونزې يې لرې کړې دي.
د زلال د څرګندونو له مخې: دويمه پروژه د اوبو د يوه بند جوړول دي چې دکليو د بياجوړولو او پراختيا وزارت د کليوالي خدمتونو د پروګرام له خوا د دوو مليونو څلور سوه زرو افغانيو په لګښت جوړه شوې ده چې د دغه کانال له لارې درې سوه جريبه زراعتي ځمکه خړوبيږي.
زلال وويل: ددغو پروژو له ښيګڼو څخه ٢٥٠ کورنۍ ګټه اخلي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته