-کابل/ د سلواغې ٢٦مه/ باختر
په تخارکې تېره شپه په هوايي بريد کې د سرې قطعې د يو مرستيال په ګډون اووه وسله وال طالبان ووژل شول.
د ٢١٧ پامير قول اردو د مطبوعاتي دفتر مسوول هادي جمال باختر آژانس ته وويل: دغه هوايي بريد چې د دغه ولايت د بهارک ولسوالۍ په خواجه سبزپوش سيمه کې د وسله والو طالبانو د راټوليدو پرځاى ترسره شو؛ د طالبانو د سرې قطعې مرستيال په نصرت مشهورجلال سيرت او د دغې ډلې يو جګپوړى قوماندان احمد الله تالقاني له ٥ ملګرو سره يې ووژل شول.
هغه زياته کړه: په بريد کې درې نور وسله وال طالبان ټپيان شول او د هغوى څو موټرسايکلونه هم له منځه يوړل شول.
دا په داسې حال کې ده چې شپږ وسله وال طالبان پرون د تخار په بهارک ولسوالۍ کې په هوايي بريدکې ووژل شول.
پاى ذ
0 1 دقیقه لوستل