ټولنه

په بغلان کې د ولسي تړون پروګرام پرانستل شو

پلخمري / باختر د غبرګولي دويمه :
  په بغلان ولايت کې پرون د ولسي تړون پروګرام پرانستل شو .
په بغلان ولايت کې د ولسي تړون د ملي پروګرام مسوول انجنير محمد آقا لطيفي   د باختر آژانس خبريال ته وويل: دغه پروګرام د دولت او ملت ترمنځ يو دوه اړخيز قرار داد او د وزارتونو ترمنځ لومړى پروګرام دى چې د کليو د بيا جوړلو او پراختيا، ماليې، عامې روغتيا، پوهنې او د کرنې او اوبو لګولو د وزارتونو او د ښارواليو ترمنځ عملي کيږي .
ده زياته کړه: دغه پروګرام په لومړى پړا کې د بغلان ولايت د مرکزي بغلان، ده صلاح، پل حصار او د ګذرګاه نور په ولسواليوکې جوړ شو چې اجرا او عملي کيږي . 
د ولسي تړون  پروګرام د هېواد په کچه په ملي بڼه د لسو کلونو لپاره فعاليت کوي چې درې پړاونه لري او دغه پروګرام څه د پاسه يوميليارد ډالره لګښت لري چې په لسوکلونوکې په افغانستان کې عملي کيږي .
ده زياته کړه: د ولسي تړون پروګرام، پروژې د خلکو د اړتيا او لومړيتوب له مخې عملي کوي چې اصلي موخه يې د بې وزلۍ د کچې ټيټوالي او په اساسي خدمتونو د خلکو لاس رسى دى.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته