امنیت

دوه مخالف قوماندانان ووژل شول

دهلمند ولايت په نادعلي ولسوالۍ کې  دافغان اوبهرنيو  ځواکونو په ګډو عملياتوکې دطالبانو دوه تنه قوماندانان ووژل شول .

 دهلمند ولايت دمطبوعاتي دفتر مسوول دباختر اطلاعاتي اژانس ته وويل، دغه عمليات تيره شپه دپوليسو او دايساف دځواکونو په همکاري ددغه ولايت دنادعلي ولسوالۍ په لوى مانده  په سيمه  کې  ترسره شول چې له امله يې دطالبانو دوه قوماندانان  ووژل شول .

 خبرځاى زياته کړه: په دغو عملياتوکې دهغوى يو موټرسايکل  هم دامنيتي ځواکونو لاس ته ورغلى دى .

 ويل کيږي دغه قوماندانان  ددغه ولايت په ګرشک او  نادعلي ولسواليو کې دوسله والو مخالفينو دلسکسيزو  ډلو مشران و او په افغان او نړيوالو ځواکونو په  ورانکارو بريدونو ، دماينونوپه چاودنو او نورو تروريستي عملونو کې فعاله ونډه درلوده .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته