امنیت

دوه وسله وال طالبان په لوګر کې ووژل شول

پل علم/دوري۸/باختر
دوه وسله وال طالبان نن په لوګر کې له پوځیانو سره په نښته کې ووژل شول .
د۲۰۳تندر قول اردو د څلورمې لوا مطبوعاتي مسوول احمد شکیل تسل باخترآژانس ته وویل :چې دغه طالبان د لوګر د برکي برک ولسوالۍ په شاه مزار ساحه کې د پوځیانو پر پوستو له برید وروسته ووژل شول .
د خبرځای د څرګندونو له مخې، په نښته کې دوه نور وسله وال طالبان ټپیان شول .
په نښته کې د طالبانو یو موټر سایکل ، یو توغندی ویشتونکی ،یوه پیکا او جنګي تجهیزات د پوځیانو لاس ته ورغلل .
پای شکریه

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته