امنیت

دوه ويشت طالبان په سمنګانو کې ووژل شول

کابل / د چنګاښ ۲۷مه / باختر
په سمنګانو کې ۲۲ وسله وال طالبان تېره شپه په هوايي بريد کې ووژل شول.
د ٢٠٩ شاهين قول اردو وياند محمد حنيف رضايي باختر آژانس ته وويل چې دغه وسله وال طالبان په هغه هوايي بريد کې چې د سمنګانو د حضرت سلطان ولسوالۍ د مرکز په مربوطاتو کې د وسله والو طالبانو پر مرکزونو وشول، ووژل شول.
رضايي زياته کړه چې په دغه هوايي بريد کې ١٠ نور طالبان ټپيان شول او د هغوى ۵ موټرسايکلونه او جنګي وسايل له منځه يوړل شول.
ختم-ج- ا

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته