امنیت

دوه ډار اچوونکي په ننګرهار کې ونيول شول

کابل / د چنګاښ ۲۱مه / باختر
د ننګرهار د ملي امنيت منسوبینو د داعش ډلې يو غړى په دغه ولايت کې ونيو.
د ننګرهار د والي وياند عطاالله خوږياڼي باختر آژانس ته وويل: د ننګرهار د ملي امنيت ریاست منسوبینو د داعش ډلې دغه غړى چې په دغه ولايت کې يې د هدفي وژنو مسووليت پرغاړه لاره، د بهسودو ولسوالۍ په مربوطاتو کې ونيو.
د يو بل خبر له مخې:
د ننګرهار د ملي امنيت ریاست منسوبینو يو وسله وال طالب له ۴ ماينونو او ٣ مبايلونو سره د دغه ولايت د شينوارو ولسوالۍ په مربوطاتو کې ونيو.
پای/ذ

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته