فرهنګTOP

محمد طاهر زهير: د تاريخي آبداتو ساتنه او ترميم د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت په کاري لومړيتوبونو کې ځاى لري

کابل / د لیندۍ ۲۵ مه / باختر
د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت سرپرست محمد طاهر زهير د هلمند د اطلاعاتو او فرهنګ له رييس حميدالله وياړ سره وکتل.
د کتنې په پيل کې حميدالله وياړ د “ښاري خورلڼۍ” د همکارۍ هوکړه ليک د لاسليک کولو په اړه چې د افغانستان د ښارونو ترمنځ د “ښاري خورلڼۍ” د اړيکو د رامنځته کولو په اړوند د افغانستان د اسلامي جمهوريت د جمهوري رياست د عالي مقام د لارښوونې پر بنسټ د چاريکارو او لښکرګاه ښارونو ترمنځ د ليندۍ په ۱۸مه په چاريکارو ښار کې لاسليک شو، معلومات ورکړل.
وياړ دغه راز د تاريخي آثارو په ساتنه کې د هلمند لپاره په ١٤٠٠ مالي کال کې د سيمه یيز موزيم د ودانۍ د جوړولو د درېيو تاريخي آبدو د ترميم، په لرغونو ساحو کې د کيندنو، د کتابتون د جوړولو، د بست کلا د برجونو د ترميم او د انګړ دېوال د جوړولو او د راتلونکي مالي کال له بودجې څخه د بست کلا د کيندنو پروژې په اړوند خبرې وکړې.
د هلمند د اطلاعاتو او فرهنګ رييس د اداري ودانۍ او د علمي او فرهنګي سمينارونو د جوړولو لپاره د کافي تخصيص د نشتوالي او د تجهيزاتو د کمښت يادونه وکړه او د جمهوررييس په منظورۍ لومړى درجه ولايت ته یې د هلمند د اطلاعاتو او فرهنګ رياست د تشکيل د لوړولو غوښتنه وکړه.
وروسته د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت سرپرست محمد طاهر زهير د چاريکارو او لښکرګاه ښارونو ترمنځ د “ښاري خورلڼۍ” هوکړه ليک د لاسليک کولو د مبارکۍ په ترڅ کې د ملي یوالي د روحيې د پياوړتيا، د هېواد د ولايتونو د متنوع فرهنګونو د پېژندلو او د افغانستان د بېلابېلو ښارونو ترمنځ د اړيکو د ټينګښت لپاره دغه شان هوکړه ليکونه مهم وبلل.
د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت سرپرست زياته کړه چې د تاريخي آبداتو ساتنه او ترميم د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت په کاري لومړيتوبونو کې ځاى لري.
هغه دغه راز په راتلونکي مالي کال کې د هلمند د اداري ودانۍ د کار د پيل ژمنه وکړه او په لنډ ممکن وخت کې یې د هلمند د اطلاعاتو او فرهنګ رياست د پيشنهادونو او ستونزو د څېړلو په اړه اړوندو ادارو ته لارښوونې وکړې.
ختم- ج -اکرم

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته