نړۍ

جنوبي کوريا ددغه هيواد دشمال په لور داوسپنې د پټلۍ پروژه له پنځه شپيتو کلونوځنډ وروسته عملي کوي .

بيجينګباختر د چنګاښ د مياشتې٢٩

دجنوبي کوريا حکومت دسيول _ يونګ يانګ په اړيکو کې دتاوتريخوالي دکمنښت او ددواړو کورياګانوداتباعو ترمنځ دزياتو اړيکو دټينګښت په مقصد  دسيول اودشمالي کوريا د( اوون سان) ښار ترمنځ داوسپنې پټلۍ  دغځولو کارچې له پنځه شپيتوکلونو راپديخوا ځنډول شوى و ، بيا پيل کړي .

دايرنا دخبر له مخې ، دجنوبي کوريا حکومت چې هلې ځلې کوي له هر وخت  څخه په استفادې سره له خپل شمالي ګاونډي سره اړيکې ښې  کړي  په خپل نوي  اقدام کې غواړي شمال ته دجنوب داوسپنې  دپټلۍ  د غځولو  ديوې برخې په بشپړولو سره داور ګادي ددغه تلګوري  فعاليت له سره پيل کړي .

داوسپنې ددغه پټلۍ فعاليت چې په ١٩١٤ کال کې غځول  شوى و په ١٩٥٠ کال کې دکوريا  دکورني جګړې په پيل سره وځنډيد .

ديونهاپ خبري اژانس خبر راکړ ددغه پټلۍ  اوږدوالي څه دپاسه دوه سوه درې ويشت کيلومتره دى چې دجنوبي کوريا پايتخت سيول ښار دشمالي کوريا له اوون سان ښار سره نښلوي .

  دجنوبي کوريا حکومت ژمنه کړې ده چې ددغه پټلۍ  دڅه دپاسه يوولس کيلومترو دجوړولو  کار په راتلوونکې مياشت کې او دجاپان له استعماري واکمنۍ څخه دکوريا دټاپو وزمې  دخپلواکۍ له اويايمې  کاليزې سره جوخت پيل کړي .
 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته