کابل باختر د وږي څوارلسمه :
پوليسوڅلور تنه په زرنج ښار کې د يوه تښتول شوي ماشوم په وژنه کې دلاس لرلو په ګومان ونيول .
دنيمروز ولايت دامنيې قوماندانۍ دمطبوعاتو مسوول محمد حسين هاشمي دباختراژانس خبريال ته وويل په نيول شويو کسانو ديوه ديارلس کلنې ماشوم دوژنې تور لګول شوى دى . دغه ماشوم کابو يوه مياشت مخکې دنيمروز ولايت دمرکز زرنج ښار له لومړى ناحيې څخه تښتول شوى و او له هغه وروسته چې کورنۍ يې دپيسو له ورکولو څخه ډډه وکړه دتښتوونکو له خوا ووژل شو .
ده وويل چې ددغې قضيې په اړوند څلور تنه نيول شوي او هغوى تر پوښتنې او تحقيقاتو لاندې دي .
ختم_ ف _ اکرم
0 د یوې دقیقې څخه لږ