ټولنه

ولايتي ادارې د قندهار دهوايي ډګر د پيښي د قربانيانو فاتحه واخيسته

قندهارښاردلیندی 22 باختر
د قندهار ولايتي ادارې د هوايي ډګر د پيښې د قربانيانو فاتحه واخيسته او د هغوی کورنيو ته يې دډاډګرنې وړاندي کړل.
د فاتحې په دغو مراسمو کې د قندهار والي ډاکټر همايون عزيزي،دولايت مرستيال عبدالعلي شمسي، ګڼ شمېر چارواکو، ملاامامانو او د قندهار سلګونه اوسېدونکو ګډون کړی وو.
تېره پنجشنبه وسله والو ترهګرو د قندهارپه هوايي ډګر کې له يوې ودانۍ څخه د ملي اردو تر څنګ پر عامو خلکو ډزې پيل کړې چې په پايله کې د ملي اردو د سرتېرو په ګډون تر پنځوس زيات عام کسان شهيدان او يو شمېر ټپيان شول. دولايت مقام نن سهار له ۹ څخه تر ۱۲ بجو پورې د دغو شهيدانو فاتحه واخيسته او د هغوی کورنيو ته يې د ډاډګرنې مراتب وړاندې کړل.
د ولايت دمقام مرستيال عبدالعلي شمسي د فاتحې په پای کې د پيښي شهيدانو ته د فردوس جنت او ټپيانو ته د سملاسي روغتيا هيله وکړه او له کورنيو څخه يې د زغم غوښتنه وکړه. ده وويل د دښمن داسې ناځوانمردانه بريدونه د حکومت او افغانانو اراده نه شي کمزورې کولای، بلکې لا هم زموږ عزم او ارادې ته پياوړتيا وربخښي. حکومت او ولس به پخپل توان د باغي دښمن د ترهګريزو حرکتونو مخه نيسي او د قندهار د پرمختګ لپاره به لا هم يو موټی کيږي.
ښاغلي شمسي زياته کړه: څو اوونۍ مخکې د جمهوررييس په لارښوونه قندهار ته يو لوړپوړی پلاوی راغی او غوښتل يې چې قندهار د اقتصادي زون لپاره وټاکي. جمهوررييس پلان لري چې افغان او بهرني سوداګر په قندهار کې پانګونه وکړي، ځوانانو او د قندهار بي وزلي ولس ته د کار زمينه برابره شي، خو نامرده دښمن په هماغه هوايي ډګر کې زموږ بېګناه هيوادوال چې د خپلو اولادونو لپاره يې حلاله نفقه پيدا کوله، شهيدان کړل. په دې پېښه کې نه يوازي د ملي اردو او ملي پوليسو سرتېري شهيدان شول، بلکې عام ځوانان، ښځې او ماشومان پکې شهيدان شول. موږ پرته له دې چې د خپلو امنيتي سرتېرو ملاتړ وکړو، بله لار نه لرو.
ده د قندهار پر اوسېدونکو غږ وکړ چې د خپلو ملي امنيتي ځواکونو ملا وتړي او په هره برخه کې ورسره همکار شي. مرستيال والي له ټولو هغو ګډونوالو څخه چې په دغه فاتحه کې يې ګډون کړی وو، مننه وکړه او هغوی ته يې د اجر هيله وکړه.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته