خبرونهفرهنګټولنه

د اطلاعاتو او فرهنګ او سرحدونو چارو وزارت دوو چارواکو غزني ته سفر وکړ

کابل/ د وري ۹مه/ باختر

د اطلاعاتو او فرهنګ د باختر اطلاعاتي آژانس عمومي رییس ډاکټر عبدالواحد ریان او د سرحدنو او قبایلو چارو وزارت د جرگو عمومي رییس مولوي اسمعیل غزني ته د یو رسمي سفر په ترڅ کې د یاد ولایت د اطلاعاتو او فرهنګ له رییس مولوي حبیب الله مجاهد سره وکتل.

په دې کتنه کې د غزني د اطلاعاتو او فرهنګ رییس د جرګو عمومي رییس  او د باختر اطلاعاتي آژانس عمومي رییس ته  ښه راغلاست ووایه او دوی ته یې په هره برخه کې مفصل معلومات وړاندې کړل.

هغه زیاته کړه: غزني د هېواد نورو ولایتونو په پرتله د اسلامي تاریخ او فرهنګ څخه ډېر برخه من دی او په دغه ولایت کې د غزنویانو سلطنت د اسلامي تاریخ ښه بېلګه بلل کېږي.

په همدې حال کې د باختر آژانس عمومي رییس او د جرګو عمومي رییس د غزني د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست له بېلابېلو برخو څخه لیدنه وکړه او د مولوي حبیب الله مجاهد کارونه یې وستایل.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته