امنیت

ديارلس تنه وسله وال طالبان د افغانستان په ختيځ کې ووژل شول

 کابل باختر دثور دمياشتې  ٢٤ :
د افغانستان په ختيځ کې د جلاجلا نښتو په بهيرکې ١٣ تنه وسله وال طالبان ووژل شول.
په دغو جګړه مارانوکله چې په تروريستي فعاليتونو بوخت وو؛ د کونړ ولايت د دانګام او د نورستان ولايت په کامديش ولسواليوکې د پوځيانوله خوا ډزې وشوې   او ووژل شول.
د افغانستان په ختيځ  کې د سرحدي پوليسو يوه جګپوړي قوماندان د باختر آژانس خبريال ته وويل چې په دغو نښتوکې ديارلس تنه وسله وال طالبان وژ ل شوي دي.
ده وويل: په يرغلګرو د تروريستي فعاليتونو په وخت کې د پوځيانوله خوا ډزې وشوې .
ويل کيږي؛ په دغو نښتوکې پوځيانو او ملکي وګړوته زيان نه دى اوښتى.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته