ټولنه

په سمنګانوکې د ملي پيوستون د پروګرام د ١٢٤ټولګټو پروژوکاربشپړ شو

کابل باختر د زمري يو ديرشمه :
په سمنګانو ولايت د څه ناڅه٩٠ کليوخلکوپرون د ملي پيوستون د پروګرام د ټولګټو پروژو له اسانتياووڅخه ګټه واخسته.
دکليو د بيا جوړولو او پراختيا وزارت د اطلاعاتو او عامه اړيکو رياست باختر آژانس ته خبر ورکړ:
د دغو پروژو کار د ١٧٩ مليونو٩٠٥ زرو افغانيو په لګښت د دغه ولايت دبر دره صوف په ولسوالۍ کې بشپړ او د خلکو د استفادې وړ ګرځيدلې دي .
په دغو پروژوکې د ښوونځيو او د ټولنيزو مرکزونو د ودانيو  جوړول او د څښاک د روغتيايي اوبو د سرپوښ لرونکو د زيرمو، د کرنيزو اوبو د کانالونو، د اوبو د بندونو، دلاسي بمبو په درولو سره د څښاک د روغتيايي اوبو د څاګانو کيندل، د څښاک د روغتيايي اوبو د شبکو غځول،  د دوو کليو لپاره د پنځوسو کيلو واټو بريښنا د توليد په ظرفيت د اوبو بريښنا د کوچنيو بندونه او محافظوي او ګيبوني ديوالونو جوړول،د سړکونو جوړول او کريړ اچول او د پلګوټو او د موټرو د تګ راتګ د پلونو جوړول شامل دي .
په سمنګانو ولايت کې ٤١٨ کلي د ملي پيوستون د پروګرام تر پوښښ لاندې نيول شوي او تراوسه پورې په بېلابېلو برخوکې د ١٦٦٢پروژو کار بشپړ او د خلکو د استفادې وړ ګرځيدلې دي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته