امنیت

ديارلس تنه وسله وال طالبان ووژل شول

کابل باختر دمرغومي  اته ويشتمه :
امنيتي ځواکونو په تيرو څليرويشتو ساعتوکې د جلا جلا محاربوي فعاليتونو په بهيرکې ديارلس تنه وسله وال طالبان ووژل.
  دکورنيوچارو وزارت مطبوعاتي دفتر باخترآژانس ته خبر ورکړ: امنيتي ځواکونو دغه فعاليتونه د لغمان، کاپيسا، زابل، لوګر، غزني او د پکتيا د ولايتونو په مربوطاتوکې ترسره کړل چې له امله يې ديارلس تنه وسله وال طالبان ووژل شول؛ دوه تنه ټپيان او څلور تنه نور يې ونيول شول.
ددغو فعاليتونوپه بهيرکې يوه اندازه مهمات او چاوديدونکي توکي هم د امنيتي ځواکونولاس ته ورغلي دي.
دغه راز دملي پوليسوځواکونو د کونړ، ارزګان او د خوست د ولايتونوپه مربوطاتو کې د وسله والو مخالفينو له خوا شپږ ښخ کړاى شوي ماينونه کشف او شنډکړل .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته