امنیت

په هرات کې د نشه یي توکو د پلورنې په تور د یوه سړي نیول کېدل

کابل/باختر/ د زمري٢مه
د هرات پولیسو یو کس د نشه یي توکو د پرچون پلورنې په تور ونیو.
پولیسو دغه سړی چې د هرات ولايت اوسیدونکی دی، د نشه يي توکو د پرچون پلورنې په تور د انجیل ولسوالۍ په (رباط ترکها) سیمه کې ونیو.
د هرات یوه امنیتي مقام باختر آژانس ته وویل چې له دغه سړي ۱۲۷ پورۍ هیرویین او ښيښه ډوله نشه يي توکي او یوه اندازه اپین ترلاسه شوي دي.
پای/شکریه

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته