امنیت

ديارلس تنه وسله وال مخالفين ووژل شول او اوولس تنه نور يې ونيول شول

دهيواد په څو ولايتونوکې  دافغان او دائتلاف دځواکونو په څو عملياتوکې پرون ديارلس تنه  وسله وال مخالفين ووژل شول او اوولس تنه نور يې ونيول شول .

  دملي دفاع وزارت مطبوعاتي  دفتر دباختر اطلاعاتي اژانس ته  خبر ورکړ دغه عمليات دکابل ، هلمند ، ارزګان او هرات په ولايتونوکې ترسره شول چې له امله يې ددولت ديارلس تنه وسله وال مخالفين ووژل شول او اوولس تنه نور يې ونيول شول .

 دخبرځاى دڅرګندونو له مخې په دغو عملياتوکې سپک او درانده جنګي وسايل چې  دوه کلاشينکوفونه ، دوه تومانچې ، دوسايطو ضد څلور ديرش ماينونه ،  دوه مخابري  او دهاوان پنځلس ماينونه پکې دي هم د افغان امنيتي  ځواکونو لاس ته ورغلي دي .

 دغه راز دملي پوليسو منسوبين پرون ديوې زياتي اندازي چاوديدونکو  توکو په کشفولو بريالي شول چې اووه کلچې چاوديدونکې توکې ، يو توغندي ويشتونکې  ، دوه مخابري ، دتوپ دوه ګولۍ ،  يوکېلوګرام امونيم نايتريت ، دپرسونل ضد يو ماين  دميزائيلو  دوه ماينونه او دهاوان پنځلس ماينونه پکې چې دوسله وال مخالفينو له خوا دورانکارو او تروريستي عملونو دترسره کولو په مقصد دننګرهار اوکونړ په ولايتونوکې  ځاى پرځاى شوي و و .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته