امنیت

ديارلس طالبان په قندهارکې ووژل شول

کابل/ د مرغومي ٢١مه/ باختر
ديارلس وسله وال طالبان په قندهارکې په يولړهوايي بريدونوکې ووژل شول.
پر دغو طالبانو په تېرو ٢٤ ساعتوکې په شاه ولي کوټ، ميوند او خاکرېز ولسواليوکې بريدونه وشول.
د اتل قول اردو د يوې خبرپاڼې په خپرولو سره ويلي دي چې د هوايي قوتونو په بريدونوکې ١٣ وسله وال طالبان وژل شوي دي.
خبرپاڼه زياتوي چې په بريدونوکې د طالبانو څلور مرکزونه له ټولو جنګي وسايلو سره يې له منځه تللي دي.
د يو بل خبر له مخې:
پوليسو د قندهار په ګڼ مېشتو لاروکې د څوارلسو ماينونو په کشف سره د يولړ چاودنو مخه ونيوله.
تر اوسه د دغو ماين ښخونو په اړوند څوک نه دي نيول شوي.
ختم- سعيده -اکرم

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته