امنیت

په پنځو سرتيرو دبريدکوونکو دموندلو لپاره څيړنې پيل شوې

دجلال آباد ښار کابل باختر دغويي دمياشتې  ٣٠ :
په ننګرهار ولايت کې په خپلو ملګرو  دپوځي خونړۍ بريد په باب څيړنې  پيل          شوي دي.
دپوليسو يو سرتيرى په غني خيلو ولسوالۍ  کې په امنيتي قرارګاه کې په خپلو ملګرو  ډزې وکړې  اوپنځه تنه يې ووژل  او دى وتښتيد.
  دننګرهار دوالي وياند عطاالله خوږياڼي  باخترآژانس  خبريال ته وويل  چې دلومړنيو څيړنو له مخې دغه پوځيان دخپل يوه ملګري له خوا لومړى مسموم شول او وروسته پرې ډزې وشوې.
ده  وويل ددغې پيښې دڅرنګوالي په باب څيړنې دوام لري .
داسې  رپوټونه شته چې يرغلګر سرتيرى دطالبانو له ډلې سره اړيکه لرله   او دخپلو ملګرو له  وژلو وروسته  له دغې ډلې سره يوځاى  شوى  دى.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته