امنیت

دياغيانو يو قوماندان ملا عمري ووژل شو

کابل- باختر دوږي پنځه ٢٥
  دياغي طالبانو  يو قوماندان ملا عمري تيره شپه دپکتيکا ولايت د يحيى خيلو  ولسوالۍ  په خوني سيمه کې  په يو پټنځاى کې  دافغان پوځيانو په بريد کې ووژل شو .
  دپکتيکا ولايت دامنيې قوماندانى دامنيت آمر سمونوال عبدالشاه  باختر اژانس ته وويل چې په دغو عملياتو کې  پنځه تنه نور ياغيان هم وژل شوي او درې تنه نور يې  ټپيان شوي دي .
ده وويل:  ملا عمري نيت درلود چې ديحيى خيلو ولسوالۍ په مربوطاتو کې دافغان پوځيانو، د ناټو په ځواکونو او په ملکي وګړو پراخ تروريستي بريد ترسره  کړي .
ده وويل چې دياغيانو ددغه قوماندان په ډيپو کې  په لسګونو جنګي وسايل او يوه اندازه چاوديدونکي توکي دافغان امنيتي  ځواکونو لاس ته ورغلي دي.
  په پکتيکا ولايت کې  سيمه ييز مقامات  ملا عمري دافغانستان په ختيځ کې دياغيانو  يو مشهور قوماندان بولي او وژل کيدل يې يو برياليتوب بولي .
 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته