امنیت

ديرش تنه وسله وال مخالفين ووژل شول اوڅلويشت تنه نور يې ونيول شول

دملي پوليسو ځواکونو د هيواد په ځينو ولايتو نو کې د ملي اردو اود ايتلاف له ځواکو نو سره په څو ګډو عمليا تو کې ديرش تنه وسله وال مخالفين وژلي اوڅلويښت تنه نور يې نيولي دي

د کورنيو چارو وزارت مطبوعاتي دفتر دباختراطلاعاتي اژانس ته خبر ورکړ دغه عمليات د کابل ، کونړ، نورستان ،فاريا ب ، کند هار ، هلمند ، زابل ، ارزګان ، ميدان وردګو ، لوګر ، خوست ، پکتيکا، پکتيا اود هرات په ولايتو نو کې تر سره شوي دي چې له امله يې د وسله والو مخالفينو دډلې ديرش تنه منسو بين ووژل شول او ددغې ډلې څلويښت تنه نور يې ونيول شول

ديادوني وړ ده چې څلور کلاشينکوفو نه ، دوه سوه پنځه ويشت کيلو ګرامه چاوديدونکي توکې ، درې تو غندي ،يوه پيکا ، د هاوان يو ماين ، درې لاسي بمو نه ، يوه مخابره اوو پيکا او داشکي اووه سوه شپيته ګو لۍ هم په عملياتو کې د برخه والو ځوا کو نو لاس ته ورغلي دي

دغه راز د ملي پوليسو منسوبينو پرون د وسايطو ضد شپږ ماينو نه او اته بوشکي چاوديدونکې توکې دلغمان ، کونړ او کند هار په ولايتو نو کې ترلاسه کړي دي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته