امنیت

ديرش طالبان په زابل کې ووژل شول

کابل / د وري ٦ مه / باختر
٣٠وسله وال طالبان په زابل کې د نويو هوايي بريدونوپه بهير کې ووژل شول.
پر دغو طالبانو تېره شپه په ارغنداب، ميزان ولسوالیو کې بریدونه وشول.
د هېواد په جنوب کې د اتل قول اردو د يوې خبرپاڼې په خپرولو سره ويلي دي چې په دې هوايي بريدونو کې د طالبانو د ډلې د ٤ قوماندانانوپه ګډون ٣٠ وسله وال طالبان ووژل شول.
په خبرپاڼه کې ويل شوي دي په دغوطالبانو هغه وخت بريدونه وشول چې د افغان ځواکونو پرپوستو يرغل ته چمتوکېدل.
وسله والو طالبانو تراوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.
د يو بل خبر له مخې:
افغان ځواکونو د زابل له ګڼ مېشتو لارو څخه د ٢٢ ماينونو په کشف او شنډولو سره د يولړ چاودنو مخه ونيوله.
پوځيان وايي چې د سيمې خلکو د دغوماينونوپه کشفولو کې له هغوى سره همکاري کړې ده
د دغو ماين ښخونو په اړوند څوک نه دي نيول شوي.
ختم –ج – ا

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته