کابل /د وري ٢٤مه /باختر
ديرش وسله وال طالبان په قندهار کې د هوايي ځواکونوپه نويو بريدونوکې ووژل شول.
په دغو طالبانو تېره شپه په پنجوايي ،ارغنداب او د ژيړي په ولسواليو کې بريدونه وشول.
د رارسېدلو خبرونوله مخې؛ طالبانو د افغان ځواکونو پرپوستو او د سپرلۍ پرکاروان د يرغل نيت درلود چې له ځمکې او هوا څخه پرې بريدونه وشول .
د هېواد په جنوب کې د اتل قول اردو د يوې خبرپاڼې په خپرولوسره ويلي دي چې د افغان ځواکونو په دې بريدونوکې ٣٠ وسله وال طالبان ووژل شول .
په خبرپاڼه کې ويل شوي دي چې طالبانو د ژيړي ، ارغنداب او د پنجوايي په ولسواليو کې د افغان ځواکونو پر پوستو د يرغل نيت درلود چې ځمکنيواوهوايي ځواکونو پر هغوى بريدونه وکړل.
د يوبل خبرله مخې؛ افغان ځواکونه د قندهار له ګڼ مېشتو لارو څخه د ٣٠٠ ماينونوپه کشف اوشنډولو سره د يولړچاودنومحه ونيوله .
زياتره دغه ماينونه د ارغنداب ولسوالۍ له مربوطاتو څخه کشف اوشنډ کړى شوچې په دې وروستيو وختوکې د وسله والوطالبانو له شتون څخه پاکه شوې ده .
د دغو ماينونود ښخولو په تور څوک نه دى نيول شوى.
طالبانوتراوسه پورې په دې اړه څه نه دي ويلي.
ختم – ج _