امنیت

په سمنګانو کې ديو تروريستي بريد طراح ونيول شو .

کابل باختر د وږي څليرويشتمه :
دسمنګانو ولايت پوليسو  يو وسله وال طالب چې غوښتل يې  په يو ډار اچوونکي بريد لاس پورې کړي پرون له يوې اندازې  جنګي وسايلو سره  ونيول شو .
  دسمنګانو ولايت  امنيه قوماندان  محمد اکبر بيکزاد دباختراژانس خبريال ته وويل،  امنيتي ځواکونو  دعزيز خان په نامه  يو وسله وال طالب  ددغه ولايت دمرکز ايبکو ښار په شورابک سيمه کې  ونيوه .
  ده زياته کړه: دغه وسله وال طالب  غوښتل چې په ايبکوښار کې په ډار اچوونکي بريد لاس پورې کړي خو هدف ته  له رسيدو مخکې ونيول شو او له هغه څخه  يوه اندازه جنګي وسايل  او څلور ميله  وسله هم  ترلاسه شوې ده .
  پوليس وايي  چې ددغه ډار اچوونکي دنورو همکارانو دنيولو لپاره يې  تحقيقات  پيل کړي دي .  

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته