امنیت

د٢١٥ قول اردو نوې ودانۍ پرانستل شوه

کابل باختر دمرغومي څليرويشتمه :
د٢١٥ميوند قول اردو نوى تاسيسات پرانستل شول.
دغه تاسيسات د امريکا په مرسته د اووه ديرشو مليونو امريکايي ډالرو په لګښت جوړ شوي دي .
د٢١٥ ميوندقول اردو قوماندان تورنجنرال سيد ملوک باخترآژانس ته وويل: په دغوتاسيساتوکې پنځه څلويښت بلاکونه شامل دي چې د هلمند ولايت د ګرشک ولسوالۍ په  شوراب سيمه کې موقعيت لري.
سيدملوک زياته کړه چې د دغوتاسيساتوپه جوړيدو سره د دغې قول اردو د ودانيو د کمښت ستونزه له منځه لاړه.
د٢١٥ ميوند قول اردو خپل فعاليت په ١٣٨٨ کال کې پيل کړ او تراوسه پورې يې په هغو ودانيوکې فعاليت کاوه چې د بريټانيا د دولت له خوا د قندهار په شوراب  کې جوړې شوې دي.
دقندهار د والي مرستيال احمد مسعود بختاور ددغو تاسيساتو د پرانستلو په مراسموکې د ملي اردو له منسوبينو څخه وغوښتل چې په دغو ودانيوکې ساتنې ته زياته پاملرنه وکړي.
ده وويل چې د قندهار ولايت په ملکي اونظامي برخو کې بهرني مرستې پرځاى لګول شوې دي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته