امنیت

دټولنيزې شورا يو غړى ووژل شو

کابل باختردوږي دمياشتې ١٢ :
ناپيژندل شويو وسله والو کسانو دهلمندولايت دناوي ولسوالۍ  دټولنيزې شورا يو غړى وواژه .
دناوي ولسوال عبدالمنان باختراژانس ته وويل دغه پيښه نن دناوي ولسوالۍ دسلطان زوي په سيمه کې رامنځته شوه  .
ده زياته کړه چې ددغې ولسوالۍ دټولنيزې شورا په غړى حميدالله په خپله کرونده کې دناپيژندل شويو وسله والو  کسانو له خوا بريد وشو او ووژل شو.
ولسوال زياته کړه: پوليسو په دې اړوند پلټنې پيل کړي دي خو تراوسه پورې يې څوک نه دي نيولي.
دهلمندوالي محمدګلاب منګل  دټولنيزې شورا دغه غړى دسيمې له مخورو کسانو څخه وباله .
 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته