نړۍ

دپاکستان په کراچې ښارکې ديارلسو تنو ته مرګ ژوبله واوښته

دپاکستان خصوصي شبکې جيو پرون خبرورکړ چې په کراچې ښارکې دپوليسو په ګزمې دوسله والو کسانو دډزو له امله دوه تنه ووژل شول او ديوتلويزيوني چينل ديو فلم اخيستونکي په گډون يوولس تنه نور ټپيان شول.

په همدي حال کې دپوليسو ځانګړو قطعاتو دهغو خلکو دخورولو په مقصد چې دپاکستان دپوځيانو پريوې پوستي دناټو دځواکونو دوروستي بريد په اړوند په مظاهرو لاس پوري  کړي دي  هوايي ډزې وکړې او اوښکي بهوونکي ګاز يې وکارول .

په دغو مظاهرو کې څوموټرسايکلونو او موټرونو ته چې په واټونو کې ولاړ و  دمظاهره کوونکو له  خوا اور واچول شو.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته