نړۍ

دپاکستان څوارلس پوځيان ووژل شول

دپاکستان په بلوچستان ايالت کې پرون دبيلتون غوښتونکو ياغيانو دکمين له امله ددغه هيواد څه ناڅه څوارلس تنه عسکر ووژل شول .

دپاکستان د دي ډان ورځپانې دخبري سايت دخبر له مخې دا دتيرکال دکب له مياشتي راپديخوا دپاکستان په پوځيانو ډير خونړۍ بريد بلل کيږي چې په يوه پيښه کې دسرزيات زيان هغوي ته اوښتي دي .

دتيرکال د کب په مياشت کې هم دپاکستان په شمال لويديځ کې په تيروتني سره ديوه توغندي دلګيدو له امله ديارلس تنه پوځيان ووژل شول .

دکويټي ښار دجنوب ختيځ په څلور سوه کيلو متر ي کې دموسي خيلو په سيمه کې پرون څه دپاسه څلويښتو تند لارو بريد وکړ .

دپاکستان اردو وايې پوځيان د ډبرو سکرو ديوکان دساتنې درايستلو دکار په ساتنه بوخت و چې دتند لارو له خوا ورباندې بريد وشو .

دپاکستان اردو ددې پيښې مسوول ياغې بلوڅان بولي چې له ٢٠٠٤ م کال راپديخوا يي ددغه ايالت دسياسي خپلواکي او دزياتو طبيعي منابعو دونډي دترلاسه کولو په خاطر خپلي مبارزې پيل کړي دي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته