سیاست

دپا کستان لوى درستيز له جمهور رئيس سره و کتل

په داسي حال کې چې د پا کستان دپوځيا نو او ملکي حکومت ترمنځ په دې وروستيو وختو کې تا و تريخوالى زور اخيستې دي ، ددغه هيواد لوى درستيز جنرال اشفاق کياني پرون د پا کستان له جمهور رئيس اصف علي زرداري سره و کتل او ددغه هيواد دحالا تو په باب يي خبري و کړې

 دپا کستان صدراعظم يوسف رضا ګيلا ني د تيري چارشنبې په ورځ ددغه هيواد ددفاع وزارت مرستيال جنرال نعيم خالد لودي له دندې څخه ګو ښه کړ چې دغى موضوع په پا کستان کې د يوې پوځې کود تا دامکان په باب سختې انديښنې رامنځته کړى د ى

دخبرځايونو دخبر له مخې :نعيم خالد لو دي چې يو متقا عد جنرال دى د پا کستان ددفاع له وزير څخه يي زيات واک درلود

ميرمن نرګس ستى د لودي پرځاى ددغه هيواد ددفاع وزارت د معينې په تو ګه ټا کل شوې ده

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته