کابل باختر د سلواغې درې ويشتمه :
دکونړولايت په مربوطاتو کې دملي اردو په پوستو دوسله والو طالبانو بريدونه په شاوتمبول شول .
باختراژانس د ٢٠١ سيلاب قول اردو دقوماندانۍ دخبرپاڼې له خولې خبر راکړ چې وسله والو طالبانو دکونړ ولايت دچپې درې ولسوالۍ په مربوطاتو کې د ٢٠١ قول اردو په قوماندانۍ پورې په اړوندو پوستو پرون ډله ئيز بريدونه وکړل چې دملي اردودمنسوبينو دمقاومت له امله په شاوتمبول شول .
په دغو بريدونوکې يووسله وال طالب ووژل شو او څو تنه نور ټپيان شول .
په خبرپاڼه کې ويل شوي دي چې وژل شوى طالب دکونړ ولايت دچپې درې ولسوالۍ اوسيدونکى صاحب زاده دمياګل زوى و .
0 د یوې دقیقې څخه لږ