ښوونه او روزنه

دپوهنې دبرخي دملاتړدڅه دپاسه پنځوسومليونو ډالرودتړون لاسليک کېدل

کابل باخترد جدي  دمياشتې ٢٧:

ديونيسف اداره   دهيواد دپوهنې په برخه کې دنړيوال مشارکت دټولنې له لاري دافغانستان دپوهنې دپرمختيا په لاره کې پنځه پنځوس  اعشاريه اووه مليونه ډالره لګوي .

دباختر اطلاعاتي اژانس  خبريال دخبر له مخې دپوهنې وزير دتړون دلاسليک کولو په وخت کې وويل چې ددغه تړون له مخې دغه پيسي دغور، بادغيس، دايکندي ، پکتيا، پکتيکا، خوست ، نيمروز، فراه ، سمنګانو، کندهار ، زابل ، نورستان  اوهلمند دولايتونو په پنځه پنځوسو ولسواليو کې دظرفيت  دلوړولو ، دښځينه ښوونکو دزياتوالې ، ددوه زره پنځه سوه ښوونځيو  دجوړولو  اودسيمينار   او ورکشاپونو د جوړولو له لاري  دشپږو زرو تنو ښوونکو دمسلکي مهارتونو دلوړولو په لاره کې ولګول شي.

دپوهنې وزير دپوهنې دودي  په مقصد  ددغه پروګرام دتطبيق په لاره کې ديونيسف داداري اودپوهنې لپاره دنړيوال مشارکت له ټولنې څخه مننه وکړه.

دغه راز ديونيسف  اداري وويل چې دغه اداره له شپيتو کلونو را په دي خوا دپوهنې په برخه کې دافغانستان  له حکومت سره همکاري کوي اودښوونې او روزنې  په برخه کې پانګه اچونه يوه معقوله  پانګه اچونه ده او کېداى شي  ورڅخه ښي نتيجي واخيستل شي.

ده وويل  چې افغانستان دپوهني وزارت  له خوا ددغو پروګرامونو تطبيقول پيليږي او ددغې بودجي داجرااتوپه باب ددغو پروژو دڅارنې دنده ددغې اداري په  غاړه ده .

دپوهنې نړيوال مشارکت دمرستندويو هيوادونو نړيوال ايتلاف دي چې دجګړه ځپلو هيوادونو اودهغو هيوادونو چې نوي جګړه پکې پاى ته رسيدلې ده دپرمختيايي پروژو مالي اوتخنيکي ملاتړکوي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته