امنیت

دپوځيانوپه نويو بريدونو کې د١٦ تنو داعشيانو وژل کيدل

 دجلال آبادښار  باختر دوري دمياشتې ٨ نيټه :
دهېواد په ختيځ کې شپاړلس تنه داعشيان  دځانګړو ځواکونو په نويو بريدونو کې ووژل شول.
په دغو ډاراچوونکو تيره شپه  ددغه ختيځ  ولايت په ځينو سيمو کې هوايي   او ځمکني بريدونه وشول.
دهېواد په ختيځ کې دسيلاب قول اردو يوه قوماندان   د باخترآژانس خبريال  ته وويل ؛ دځانګړو ځواکونو په هغو نويو بريدونو کې چې تيرې شپې څخه پيل او تر نن سهارپورې يې  دوام  وکړ  له امله  ١٦ تنه داعشيان ووژل شول.
ده وويل ؛ په دغو داعشيانو په هسکې مينې، بټي کوټ او دوربابا په ولسواليو کې بريدونه وشول.
درارسيدلو خبرونوله مخې ؛ په دغو بريدونو کې د داعشيانو څو مرکزونه او دهغوى پټنځايونه  ټولو جنګي وسايلو سره يې له منځه وړل شوي دي.
په يوبل خبر کې ويل شوي دي چې پوځيانو دوسله والو داعشيانو ديولړ چاودنو طرحه ناکامه کړې ده .                 
امنيتي مامورانو نن سهار درې  ماينونه چې د وسله والو داراچوونکو له خوا دننګرهارولايت په ګڼ ميشتو لاروکې ځاى پرځاى کړي و،کشف اوشنډکړل.

ددغو ماينونو دښخولو په اړوند څوک نه دي نيول شوي.
دغه راز پوځيان د ننګرهار ولايت  په اچين ولسوالۍ کې دجنګي وسايلو ديوې ډيپو په کشفولو بريالي شوي دي چې له دغې ډيپوڅخه  يوشميرسپک او درانده جنګي وسايل ترلاسه شوي دي.
پاى ذکرالله

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته