اقتصاد

دپکتيکا دمحکمو درياست ودانۍ پرانستل شوه

دپکتيکا ولايت دمحکمو درياست ودانۍ پرون ګټې اخيستنې ته وسپارل شوه.

دپکتيکا والي محب الله صميم دباختر اطلاعاتي اژانس ته وويل ددغې ودانۍ پرانستل چې دامريکا په مرسته جوړه شوې ده دپکتيکا خلکو ته ښه برياليتوب اوله افغانستان سره دنړيوالې ټولنې دهمکاري ښه مثال دى.

ويل کيږي  چې دغه ودانۍ دامريکا له يو سلو پنځوسو مليونو ډالرو منظوره شوي بودجي څخه دپوهنې ، کرنې ، قضا او انورو پروژو ته ځانګړي شوې ده بشپړه شوې ده.

ددغې ودانۍ دپرانستلو په مراسمو کې په افغانستان کې دامريکا سفير خبري وکړي  او په پکتيکا ولايت کې يې دپروژو تطبيقول مهم وبلل او ويي ويل امريکا اونړيواله ټولنه به په دې لاره کې دپکتيکا له خلکو سره همکاري وکړي .

دپکتيکا دمحکمې   رييس محمد حکيم  کونړي وويل ددغې و دانۍ په پرانستلو سره  دکاري خونو دکمښت ستونزه لري شوې ده .

ددغه ولايت دمحکمو درياست کارکوونکو په کرايي ودانيو کې خپلې کاري چارې ترسره کولي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته