امنیت

پنځه څلويښت تنه ډار اچوونکي ووژل شول

کابل – باختر دکب دمياشتې ٢٤
د القاعده شبکې د لسو تنو غړو په ګډون ٤٥ تنه ډار اچوونکي ووژل شول.
د ملي دفاع وزارت مطبوعاتي دفتر باختر آژانس ته خبر ورکړ:
په تيروڅلورويشتو ساعتوکې ملي دفاعي او امنيتي ځواکونو دهېواد په بېلابېلو سيموکې ګډ عمليات ترسره کړل چې له امله يې د کندز ولايت د ولسوال لپاره د يوتن او د القاعده شبکې د لسو تنو غړو په ګډون ٤٥ تنه ډار اچوونکي وژل شوي او شپاړلس تنه نوريې ټپيان شوي دي.
دغه عمليات د توپچي او هوايي قوتونو په ملاتړ د لغمان،کونړ، کاپيسا، ميدان وردګو، پکتيا، لوګر، قندهار، روزګان، زابل ، هرات ، بغلان، جوزجان، فارياب او د هلمند د ولايتونو په مربوطاتوکې ترسره شوي دي چې د هلمند ولايت د نادعلي او نهر سراج د ولسواليو په مربوطاتوکې شل تنه ډار اچوونکي وژل شوي، پنځه تنه ټپيان او د دښمن يو پټنځى له منځه تللى دى او د پکتيا ولايت د زيړوک ولسوالۍ په مربوطاتوکې د القاعده د ډلې لس تنه غړي وژل شوي او دوه تنه نور ټپيان شوي دي.
همدا رنګه د غزني ولايت د ده يک ولسوالۍ په مربوطاتوکې شپږ تنه ډار اچوونکي وژل شوي، څلور تنه ټپيان شوي او د دښمن يو موټر او درې موټر سايکلونه له منځه تللي دي.
دغه راز د کونړ ولايت د غازي آباد ولسوالۍ په مربوطاتوکې د دغو عملياتو له امله درې تنه ډار اچوونکي وژل شوي او د لغمان ولايت د عليشنګ ولسوالۍ په مربوطاتوکې يو ډار اچوونکى وژل شوى او دوه تنه نور يې ټپيان شوي دي.
د قندهار ولايت د نېش ولسوالۍ په مربوطاتوکې دوه تنه تروريستان وژل شوي او درې تنه نوريې ټپيان شوي دي او د کندز ولايت د مرکز په مربوطاتوکې د طالبانو د ډلې د مولوي حکمت الله په ګډون درې تنه ډار اچوونکي وژل شوي دي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته