ټولنه

دځوانانو دکميټو فعاليت وڅيړل شو

کابل – باختر دکب لومړى :
دځوانانو دکميټو کړه وړه په هغې غونډه کې چې نن داطلاعاتو او فرهنګ وزارت دځوانانو دچاور په معينيت کې جوړه شوه وڅيړل شول.
دباختر آژانس دخبريال دخبرله مخې، په دې غونډه کې چې د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت دځوانانو دچارو دمعين تيمور شاه اسحق زي په مشرۍ او د وزارتونو او دکابل ولايت دځينو ولسواليو دځوانانو دکميټو دمسووليونو په ګډون جوړه شوه دځوانانو دچارو معين دځوانانو دکميټو کړوړو دڅرنګوالي او مسووليتونوپه اړونددمعلومات ورکول،په دې ترڅ کې يي چې دکميټو کړه وړه مشبت وبلل ،دکميټو له مسووليونو څخه يې هم قدرداني وکړه.
اسحق زي وويل : د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت دځوانانو دچارو دمعينيت يو اساسي هدف دژوندانه په ټولو برخو کې دځوانانو دظرفيت لوړول او پراخ مشارکت په بيلابيلو برخو په تيره بيا خلافو او استعداد لرونکو ځوانانو ته دزمينو برابرول دي دځوانانو دچارو معين زياته کړه چې بايد ځوانانوته فرصت وکړى شي چې نظريې واوريدل شي او دځوانانو ترمنځ دمسووليت منلو او وطن دوستي روحيه پيداشي.
دغه راز هغه يوازنۍ لاره چې کولاى شو له دې لارې دافغانستان سمسوره راتلونکې تضمين کړو دهيواد په ځوان نسل پانګونه ده.
په دې غونډه کې دځوانانو دچارو دمعينيت دځوانانو دپروګرامونو دهمغږي او دپاليسۍ دپرمختيا رييس سيد مصطفى سعيدى او ددغه معينيت دبهرنيو اړيکو ريسې زهرا قاري زاده هم دغونډې دخبرو وړ موضوعګانو په اړوند څرګندونې وکړې او دځوانانو يو لړ ستونزې يې په ګوته کړې او دځوانانو ترمنځ يې په همغږي او پيوستون باندې ټينګار وکړ.
دغه راز دکميټو يو شمير رييسانو او دغونډې برخه والو دنظريو او پيشنهادونو دوړاندې کولو په ترڅ کې دځوانانو دکميټو د دندو دلايحې په باب خبرې وکړې.
 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته