سیاست

دترکيې جمهوريت ته د اساسي قانون پرتطبيق باندې دڅارنې د خپلواک کميسيون د جګپوړي هيئت دسفر رپوټ اوبرياليتوبونه وڅيړل شول .

کابل -باختر دثور پنځلسمه
داساسي قانون پرتطبيق باندې دڅارنې خپلواک کميسيون خپله عادي غونډه دپوهان ګلرحمن قاضي په مشري ددغه کميسيون په مقر کې جوړه کړه.
داساسي قانون پر تطبيق باندې دڅارنې د خپلواک کميسيون مطبوعاتي دفتر باختراژانس ته خبرورکړ:دغونډې په پيل کې دکميسيون دپخوانيو تصميمونواودهغو داجرااتو دڅرنګوالي په باب خبرې وشوې او وروسته داساسي قانون د واکمنۍ په اړوند دغه موضوعګانې وڅيړل شوې او لازم اوداساسي قانون دحکمونو پر بنسټ تصميمونه ونيول شول، داساسي قانون پربنسټ د١٣٩٣ کال دانتخاباتو د بهير دصيانت په باب دکميسيون دلس ماده يي نظريې په اړوند دخبرو داړتيا په باب د کميسيون دپخوانيو مصوبو دمنشي رپوټ اوداجرا اتو اوچلندونو په باب تحقيقى طرحه داساسي قانون په پام کې نيولو پرته ترلاس لاندې نيول شوې ده خبرې وشوې او تصويب شو چې دغه موضوعګانې دې په را تلوونکي غونډه کې وڅيړل شي .
وروسته دترکيې جمهوريت ته دکميسيون دجګپوړي هيئت دسفر رپوټ په غونډه کې وړاندې شو او داسې نتيجه واخيستل شوه چې ددغه سفر برياليتوبونه د افغانستان د اساسي قانون په تاريخ کې نوي دي او ددواړو هيوادونو په دوستانه اوتاريخي اړيکو کې يوه نوي پاڼه پرانيستل شوه .
داسيايي هيوادونو د اساسي قانون دمحکمو په اتحاديه کې دافغانستان د اساسي قانون په تطبيق باندې دڅارنې دخپلواک کميسيون غړيتوب اودپوهان قاضي اودترکيې جمهوريت د اساسي قانون د محکمې درئيس هاشم قليچ له خوا د ترکيې جمهوريت د اساسي قانون د محکمې اودکميسيون دهمکاري دتفاهم ليک لاسليک دى چې په عدلي اوقضايي برخو کې د کميسيون کارکوونکو ته دلنډ مهالوبورسونو دورکولو امتياز اوددواړو مرکزونودعلمي سفرونواودتجربودتبادلې امتياز پکې شامل دي .
دکميسيون هيئت د ترکيې جمهوريت دعدالت انستيتوت وکوت او ددغه انستيتوت رئيس ژمنه وکړه چې دکميسيون کارکوونکي دعدلي اوقضا يي تحقيقاتو له مرکز څخه دڅارنې دمسلکي زده کړو لپاره په خپلو روزنيزو پروګرامونو کې شامل کړي .
دغه ر از د ترکيې صدراعظم اود عدليې وزير له هيئت سره د کتنې په ترڅ کې ددواړو دوستو اوورونوملتونوترمنځ په ژورو تاريخي اړيکو باندې ټينګاروکړ.
دترکيې دعدليې وزير سعد الله ارګين په عدلي اوقضايي برخو کې دهر راز همکاري ژمنه وکړه او په نړيواله کچه ديو بل دملا تړ غوښتنه و کړه.
دغونډې د کار په دوام دملي وا کمنۍ ،خپلوا کۍاوځمکني بشپړتيا دفاع په باب د اساسي قانون د پنځمې او ٥٥ مادې په باب خبرې وشوې اودهيواد دپوځيانو او سرتيرو په تيره بيا دشهيد محمدقاسم دميړانې اوزړورتيا له ا مله چې دهيواد دځمکني بشپړتيا ددفاع په لاره کې شهيد شو قدرداني وشوه او ټينګار وشو چې داساسي قانون ددغومادو له مخې دهيواد دځمکني بشپړتيا ،ملي واکمنۍ اود خپلوا کي دفاع اود امنيت تامينول ددولت اوملت ګډه دنده ده .
وروسته دعلمي سيمينار دجوړولو او په هغه کې د کميسيون د ونډې اخيستنې په اړوند د ولسي جرګې ليک طرحه شو اوپريکړه وشوه چې د کميسيون منشي دې دقانون په واکمنۍ کې ددرې ګونو قواوو دتعامل ترعنوان لاندې دموضوع په باب تحقيق وکړي اودغه راز د وزارتونو اوددولتي موسسو په ا جرااتو دڅارنې دچارو دديپارتمنت دې بايد پخواني ترسره شوي اود ترسره کيدو په حال کې تحقيقات د کميسيون دغړو ترنظر لا ندې په دغه سيمينار کې د وړاندې کولو لپاره تلخيص کړي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته