امنیت

دچار درې او خان اباد په ولسواليو دطالبانو ناکام بريدونه .

کابل باختر دزمري  اووه ويشتمه :
دچار درې او خان اباد دولسواليو په ځينو سيمو  دطالبانو بريدونه له ماتې سره مخامخ شول .
دطالبانو دغه بريدونه  په دغو ولسواليو کې دميشتو افغان ځواکونو په ګډو عملياتو کې شنډ کړى شول   .
  وسله والو طالبانو نن سهار دخپلو بريدونو  په بهير کې  دچار درې ولسوالۍ ددوبندۍ دسيمې سړک او دتالقانو  – کندز  لويه لاره وتړله .
  دسپين زر د ٨٠٨ زون قوماندان شير عزيز کامه وال دباختراژانس خبريال ته وويل چې دامنيتي ځواکونو دعملياتو له امله په دواړو لارو کې دطالبانو بريدونه ناکام شول او دسرزيات زيانونه يې  وزغمل .
  کامه وال زياته کړه  دوژل شويو طالبانو او ټپيانو دقيق شمير   تراوسه پورې روښانه نه دى خو امنيتي ځواکونو ته دسرزيان  نه دى اوښتى او عمليات په بشپړه توګه ددغودو ولسوالۍ تر پاکولو پورې دوام لري .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته