نړۍ

دچين صدراعظم دامريکا له جمهور رئيس سره و کتل

دچين صدراعظم وين جيابائو نن د ا مريکا له جمهور رئيس بارک او باما سره وکتل

دخبري سرچينو دخبر له مخې د چين صدراعظم اود ا مريکا جمهور رئيس د اندو نيزيا په بالى ټاپو کې داسيا ن دمشرانو دغونډې ترڅنګ له يو بل سره وکتل .

په اوس وخت کې ددوا ړو لورو دخبرو جزئيات نه دى منعکس شوي خو ښايې دغه خبري په اقتصادي مسا لو متمرکز ې وې چې په دي وروستيو کې ددواړو هيوادو نو ترمنځ د ناندرو سبب شوى دى .

ددغې کتنې په درشل کې د چين دبهرنيو چارو و زارت ويندوى ليووى مين پرون مازيګر په بيجنګ کې دخبريالانو په غونډه کې داوباما له دولت څخه وغو ښتل دده د هيواد دحقوقو درنا وي و کړى اود سيمې په چارو کې له لاس وهنې څخه ډډه و کړې

دچين صدراعظم هم دوه ورځې مخکې د اسيان د مشرانو په غونډه کې په خپلى وينا کې دختيځې اسيا اود چين د جنو بي سيند په مسالو کې د پرديو لاس وهنې سره مخالفت و کړ

دچين او ا مريکااړيکې بيجنګ دځمکنې بشپړ تيا او تجارتي سياستو نو او دبيجنګ له تجارتي اقدا ما تو څخه دسپينې ماڼۍ له نيو کى وروسته له تاو تريخوالى سره مخامخ شوي دي

دامريکا جمهور رئيس بارک او باما د اسيا _پاسفيک په اقتصادي غونډه کى چې په دې وروستيو کى د ا مريکا په ها وا يي ټاپو کې جوړه شوه وويل چين په خپلو اقدا ما تو سره له ازاد بازار سره لو به کړې ده او په قصدى تو ګه د چين پو لى وا حد يوان د بيې په ټيتې ساتنې سره په نړيوالو بازارو نو کې د چينايې شرکتو نو دسيالۍ قدرت زيات کړى دى

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته