کابل باختر د ثور څوارلسمه :
دافغانستان داسلامي جمهوريت دجمهور رييس محمد اشرف غني دډاډګيرنې او همدردۍ پيغام .
په ژورې خواشينۍ اوخپګان سره مې خبر ترلاسه کړ چې په نيمروز ولايت کې دجهاد او مقاومت ددورې يومجاهد الحاج صوفي نور علي خان مهر زاد بارکزي وفات شوى دى .
ارواښاد الحاج نور علي جان مهر زاد بارکزي ، دبارکزو دقوم رييس او دنميروز ولايت يومخور و چې دخپل ګران عمر کلونه کلونه يې دخلکو او قوم په خدمت کې تير کړي و ، مړينه يې يوه ضايعه ده .
دخپلې ډاډ ګيرنې او همدردۍ پيغام دراواښاد کورنۍ او دنيمروز ولايت خلکو ته وړاندې کوم اروا ښاد ته دلوى خداى ( ج ) له دربار څخه دفردوس جنت او پاتې کسانو ته يې دجميل صبر هيله کوم .
2 1 دقیقه لوستل