ښوونه او روزنه

دکابل د حوزې د کانکور دريم پړاو آزموينه واخستل شوه

کابل – باختر د سلواغې دمياشتې ١٨
د هيواد په پوهنتونونو او د لوړو زده کړو په موسسوکې دشموليت په مقصد دکابل د حوزې د کانکور د دريم پړاو آزموينه نن واخستل شوه.
دغه آزموينه په کابل پوهنتون، د کابل په طبي پوهنتون، د کابل په پوليتخنيک پوهنتون او د شهيد استاد رباني د ښوونې او روزنې په پوهنتون کې واخستل شوه. د لوړو زده کړو وزارت وياند پوهندوى عبدالعظيم نوربخش د باختر آژانس خبريال ته وويل چې په دې آزموينه کې د کابل ښار د ٢٩ ليسو، ١١ زره ٦١٠ تنو فارغو نجونو او هلکانو ګډون کړى و.
ده زياته کړه چې د لوړو زده کړو په موسسوکې د شموليت په مقصد د کابل دحوزې د پاتې داوطلبانو د کانکور آزموينه به په دريو نورو دوروکې په دغو پوهنتونونو کې واخستل شي او په ټولنيزه توګه د کابل د حوزې د کانکور په آزموينوکې به د دولسمو ټولګيو څه ناڅه ٨٠ زره تنه فارغان ګډون وکړي.
د لوړو زده کړو وزارت وياند زياته کړه چې په ټولنيزه توګه سږکال د کانکور په آزموينه کې د هيواد له ګوټ ګوټ څخه نږدې ٣٠٠ زره تنه داوطلبان برخه واخلي چې له دې جملې څخه به هغه فارغان چې آزموينه په برياليتوب سره ترسره کړې وي؛  ٥٥ زره تنه يې د لوړو زده کړو په موسسوکې او ٣٧ زره تنه نوريې د نيمه لوړو زده کړو په موسسوکې ومنل شي.
نوربخش وويل چې د لوړو زده کړو وزارت هڅه او هاندکوي چې د کابل د حوزې د داوطلبانو دکانکور د آزموينې د روانې مياشتې تر وروستيو پورې پاى ته ورسيږي  او که چيرې کومه ستونزه پيدانه شي؛ د کانکور د ټولو آزموينو نتيجې به د روان کال د کب د مياشتې تر نيمايي پورې اعلام شي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته