امنیت

دکاراتي ملي ټيم داسيا دجنوب په سياليوکې ګډون کوي

دکاراتي دملي ټيم ورزشکاران داسيا دجنوب دکاراتي داتلوالي دسياليو په لومړۍ پړاو کې دګډون په مقصد نن له کابل څخه هندوستان ته روان شول .

دغه سيالۍ چې دنوامبر دمياشتې له يوويشتمې نيټې څخه تر درې ويشتمې نيټې پورې د هند په پايتخت ديلي ښار کې ترسره کيږي دهندوستان پاکستان افغانستان ، بنګله ديش ، نيپال اوسريلانکا ورزشکاران پکي ګډون لري .

دباختر اطلاعاتي اژانس ته دالمپيک دملي کيمټې درسنيو مدير عبدالمحبوب دڅرګندونو له مخې په دې سفر کې ديوې نجلي په ګډون اته تنه ورزشکاران دوه ښوونکي او يو حکم شامل دي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته