امنیت

دکاپيسا ولايت يوشمير خلکو دملي پيوستون دپروګرام له اسانتياوګټه واخيسته .

کابل باختر دغبرګولي نهمه :
دکاپيسا ولايت يوشمير خلکو دملي پيوستون دپروګرام دټولګټو پروژو له اسانتياو ګټه واخيسته .
دکليو دبيا جوړولو او پراختيا وزارت داطلاعاتو او عامه اړيکو رياست باختراژانس ته خبر ورکړ:  ديو څلويښتو مليونو افغانيو په لګښت دملي پيوستون دپروګرام ديو ديرشو ټولګټو  پروژو  کار ددغه ولايت دمرکز محمود راقي ښار او دکوهستان دلومړي او دويمي برخې او دنجراب په ولسواليو کې بشپړې  او دخلکو ګټې اخيستنې ته وسپارلې شوې .
په دغو پروژو کې دڅښاک داوبو د څاه ګانو کيندل ، دټولنيزو مرکزونو دودانيو ، دپلونو او پلګوټو او داستنادي  او محافظوي او دکبيوني ديوالونو او دپليو لارو جوړول شامل  دي .
دکليو دبيا جوړولو اوپراختيا وزارت دملي  پيوستون پروګرام په کاپيسا ولايت کې  دفعاليت له پيل  څخه تراوسه پورې دکاپيسا ولايت اووه سوه پنځلس کلي دپرمختيايي  پروګرامونو تر پوښښ لاندې نيولي او په دې بريالي شوي دي چې په بېلابېلو  برخو کې دوه زره دري څلويښت پروژې بشپړې او دخلکو ګټې اخيستنې ته يې وسپاري .  

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته